طالبانو له داعش سره د پخواني حکومت یو شمېر سرتېرو یو ځای کېدل رد کړل

طالبانو له داعش سره د پخواني حکومت یو شمېر سرتېرو یو ځای کېدل رد کړل


  • 3 کاله دمخه (02/11/2021)
  • خالد سهار
  • 1988

طالبانو هغه راپورونه چې ګوندې د پخواني حکومت د ملي امنیت د ادارې او دفاع وزارت یو شمېر سرتیري داعش سره یو ځای شوي رد کړل او هغه یې د ټولنیزو رسنیو تبلیغات وبلل. 

امریکایي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تېره ورځ د یو شمېر سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې او د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو شمېر پخواني غړي داعش سره یوځای شوي دي.  

خو د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره شپه رسنیو ته دغه راپورونه رد کړل.

نوموړي ویلي، چې داعش سره د تېر حکومت د سرتیرو د یو ځای کېدو راپورونه حقیقت نه لري، ښایي هغه ځینې فیسبوکي او د ځینو جعلي رسنیو تبلیغات وي. 

وال سټریټ‌ژورنال دغه راز ویلي چې له داعش سره دغه نوي یوځای شوي به له دې ډلې سره د استخباراتي معلوماتو په راټولولو او جنګي تکتیکونو کې مرسته وکړي او په دې توګه به دغه سخت دریځه ډله وکولی شي چې د طالبانو د برلاسي توب پر وړاندې خپلې وړتیاوې زیاتې کړي وي.