روسیه: امریکا په هند کې د پوځي تاسیساتو جوړولو په لټه کې ده

روسیه: امریکا په هند کې د پوځي تاسیساتو جوړولو په لټه کې ده


  • 3 کاله دمخه (02/11/2021)
  • خالد سهار
  • 1117

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته اوس په دې هڅه کې دی، چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې تاسیسات جوړ کړي.

د نوموړي په خبره، امریکا په هند کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو په هڅه کې ده.

د روسیې تاس خبري اژانس د لاوروف له قوله لیکلي، چې امریکا دغه هدف ته د رسېدو لپاره له هر ډول لارو کار اخلي او داسې مالومات ترلاسه شوي، چې هغوی کوښښ کوي هند وهڅوي څو  پنټاګون ته په خپل قلمرو کې ځینې فرصتونه برابر کړي.

ښاغلي لاوروف دغه راز ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولاۍ په میاشت کې د ژنیو د کنفرانس په څنډو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته ویلي، چې مسکو د هغو هڅو مطلق مخالف دی چې په افغانستان کې په هدفونو باندې د بریدونو لپاره مرکزي اسیا هېوادونو ته د امریکايي تاسیساتو استولو ته لار پرانېزي.

روسیې تر دې وړاندې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غوښتي وو، چې امریکا ته د دې اجازه ورنه‌کړي چې په کومه خاوره کې  تاسیسات جوړ کړي.

هندي او امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.