د پاکستان بلوچستان ایالت په خاران سیمه کې یوې چاودنې ۱۳ تنه ژوبل کړي دي.
ځایي چارواکو د یادې پېښې په تائید سره ویلي، چې دغه چاودنه پرون داسې مهال رامنځته شوې، چې د پولیسو یو موټر له سیمې څخه تېر شوی و.
د چارواکو په خبره، چې د دې چاودنه له کبله شااوخوا ۱۳ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي، ژوبل کړي او د څلورو هغو بیا روغتایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
خاران د کوټې د جنوب لویدیځ په ۳۵۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.
لا هم د دې پېښې مؤولیت کوم چا نهدی منلی؛ خو پاکستاني چارواکو تر دې مخکې په دغسې حملو کې د بلوڅانو بېلتونپالې او نورې ملیشه ډلې دخیلې بللې دي.