چین: افغانستان سره هر وخت تګ راتګ کوو

چین: افغانستان سره هر وخت تګ راتګ کوو


  • 3 کاله دمخه (03/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1088

چین وایي له افغانستان سره د تګ راتګ لارې هېڅکله نه بندوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوحه کې یې له افغان لوري سره کتلي دي او همدا راز یې له نړیوالې ټولنې سره هم پر افغانستان خبرې کړې دي.

دده په وینا چین له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دی او ددې تر څنګ ژمنه کوي چې د تګ راتګ لارې به هېڅ وخت و نه تړي او له افغانستان سره به یې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې دوام کوي. د وانګ یې په خبره دوی غواړي چې د سوداګریزو او زراعتي توکو د لېږد لپاره په تګ راتګ کې لا ډېره اسانتیا هم رامنځ ته شي. وانګ یې دغه راز ټینګار کړی دی چې تر خپلې وسې له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي او تمه لري چې نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

باید یاده شي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم، چين له افغانستان سره د پام وړ مرستې کړې دي.