د هند خلاف

د هند خلاف


  • 3 کاله دمخه (03/11/2021)
  • بختیار ساحل
  • 1431

زمونږ د بریا چانسونه شته، خو که ترې سمه ګټه واخلو.

-زمونږ پیلیز توپوهونکي لا هم ډېر وارخطا او غیرې مسلکي کرکټ کوي.

که زما خوښه وي زه ګربز او حضرت پیل ته راولم او ورپسې عثمان او نجیب ځدراڼ لوبوم.

کله چې ټاپ ارډر توپ وهونکي لس اورونه په دقت، ویشتنځای او د مخالفې لوبډلې توپ اچونکو ته په کتو سره ولوبوي، نو د مناسب هدف په ټاکلو کې بریالي کېږو.

-اصغر نشته نو حشمت یې ځای ناستی دی، باید نن ولوبول شي. که هند ۳ ورو توپ اچونکي ولوبوي، بیا هم حشمت کولای شي په اسانۍ یې مخه وکړي. 

دغه راز محمد نبي او ګلبدین باید د لوبې وروستي شپږ یا پینځه اورونه ښه ولوبوي.

- د هند توپ اچونکي تر ډېر فشار لاندې دي. تر پاکستانه یې توپ اچونه سخته او له خطره ډکه نه ده. یوازې بومرا یې سونزمن دی، نور د یوه عادي ټیم د بالرانو په څېر دي.

-ویرات تر ډېرو سختو فشارونو لاندې دی. که هند نن لوبه وبایلي له ټورنمنټ بهر کېږي. او که ګټي یې نو باید په لوی توپیر یې وګټي. نو په داسې ذهني فشارونو کې ښایي ډېر بریالي نشي.

- مونږ ته د مجیب روغتیا نن خورا اړینه ده، خدای دې جوړ کړي. 

حمید حسن د کریم جنت ځای ډک کړ، فکر کوم کریم هم د ذهني فشار له وجې باید ارام وکړي.

- که ټاس ګټو مونږ ته بیا هم توپوهنه ښه ده، خو د پیل درې اورونو سره احتیاط پکار دی.

په ابو دبي لوبغالي کې غټ شاټونه وهل اسانه نه دي، په ذهني قوت لوبه کول مهم دي لکه رضوان او بابراعظم یې چې کوي. 

له بده مرغه چې شهزاد او حضرت فقط غټ شاټ ته ولاړ وي. 

په هر صورت؛ کرکټ لوبه په محنت، دقت او زړورتیا سره ګټل کېږي.

مونږ باید نن د هند لوبغاړو له ذهنونو سره لوبې وکړو، که د هر لوبغاړي له ذهني پرېشانۍ سمه ګټه واخلو ماتوو یې. 

د افغانستان د بریا په هیله