ایران: طالبانو زمونږ پر سودا ګریزو توکو محدودیت لګولی

ایران: طالبانو زمونږ پر سودا ګریزو توکو محدودیت لګولی


  • 3 کاله دمخه (04/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1113

ایران وایي افغان لوري د دوی پر سوداګرو او بار وړونکو موټرونو محدودیتونه وضع کړي دي. د ایراني چارواکو په خبره افغان لوري موټر چلوونکو ته ویلي چې یوازې په میاشت کې یو ځل افغانستان ته ننوتلی شي او تر دې ډېر راتګ به پر دوی جریمه راولي. همدا راز ویل شوي چې ایراني موټر تر میاشتې په کمه موده کې افغانستان ته نه شي ننوتلی نو له همدې امله اړ دي چې خپل سوداګریز توکي پر پوله افغان موټر چلوونکو ته وسپاري. ایراني لوری وایي د افغان سوداګرو کاروانونه دمګړی ان تر بندر عباس تللی شي خو که د نوي حکومت وضعیت همداسې روان وي نو دوی هم په ورته اقدام لاس پورې کولی شي. 

بل لورته بیا طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و، چې د ګاونډیو هېوادونو د هر ډول مرستو هرکلی کوو.