د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مهاجرینو نړیوال سازمان له رئیس آنتونیو ویتورینو سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې په یاده لیدنه کې ویتورینو وویل چې د سړې هوا له پیلېدو سره زموږ لومړیتوب د اړمنو لپاره د سرپناه، البسې او نورو اړینو موادو چمتو کول دي.
په همدې حال کې بیا متقي په یاده لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې باید خلاصې شي تر څو اړمنو ته لاسرسی او د هېواد اقتصادي ستونزې حل شي.
نوموړی د افغانستان د کنګل شوې سرمایې غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې اوس مهال افغانان له یو ستر بشري ناورین سره لاس او ګریوان دي.