متقي: د اقتصادي ستونزو د حل لپاره باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده شي

متقي: د اقتصادي ستونزو د حل لپاره باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده شي


  • 2 کاله دمخه (04/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1062

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، نن د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ټولنې له لوی مشر انټونيو ويټورينو سره په کابل کې کتلي دي. 

د دې کتنې پر مهال ‏ويټورينو ويلي، چې د ژمي له رارسېدو سره د دوی لومړيتوب بېوزلو ته سرپناه، البسه او نور اړين توکي رسول دي او ژمنه يې کړې، چې په افغانستان کې به خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

‏د سرچینې د مالوماتو له‌مخې؛ متقي د دوی له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې حقيقي اړمن خلک به له نامستحقو بېل کړي او غوښتنه یې کړې، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې بېرته آزاده شي؛ ترڅو مستحقينو ته لاسرسی وشي او اقتصادي ستونزې په بنسټیزه توګه حل ومومي.   

افغانستان کې اوس‌مهال د خلکو خراب اقتصادي وضعیت خورا د اندېښې وړ دی او باور دا دی، که روان حالت سمون ونه مومي؛ نو ګاونډیو هېوادونو ته به د کډوالو څپې پیل شي.