د ننګرهار زیتون؛ سږ کال په حاصلاتو کې دېرش سلنه ډېروالی راغلی

د ننګرهار زیتون؛ سږ کال په حاصلاتو کې دېرش سلنه ډېروالی راغلی


  • 3 کاله دمخه (06/11/2021)
  • سمسور نيوز
  • 1235

سږ کال به په ننګرهار کې شاوخوا ۹۰۰ ټنه د زیتونو حاصلات ترلاسه شي. د ننګرهار وادي کرنیز ریاست وایي په دغه ولایت کې د زیتونو د حاصلاتو ټولول پيل شوي دي. ددغه شرکت د مسوولینو په خبره دوی تېره ورځ ددغه ریاست له څلورم فارم شاوخوا ۵۴۸۴ کیلو ګرامه حاصلات راټول شوي چې د پروسس په موخه د زیتونو فابریکې ته وړل شوي دي.

دغه ریاست وایي چې د دوی پر اړوند ۱۷۰۰ هکتاره باغونو یې زیتون کرلي چې تمه کېږي سږ کال به یې د تېر په پرتله حاصلات ډېر وي.

سرچینه وايي سږ کال اټکل کېږي چې شاوخوا ۸۶۵ ټنه حاصلات به له دې باغونو ترلاسه شي چې د تېر کال په پرتله دېرش سلنه ډېروالی ښيي.