پرون کرکټ بورډ کې څه تېر شول

پرون کرکټ بورډ کې څه تېر شول


  • 3 کاله دمخه (07/11/2021)
  • بختیار ساحل
  • 1136

نږدې د رخصتېدو وخت دی, يوه ډله طالبان له ميرويس اشرف سره يو ځای کرکټ بورډ ته راځي, د څو شېبو لپاره په دفتر کې کېني او ورپسې مستقيما د کنفرانس لوی هال ته ځي او کسان ورغواړي, دغه مهال د رسنيو څانګې ته هم احوال راځي چې راشئ غونډه تنظيم او عکسونه واخلئ. 

په غونډه کې د فضلي د سکرتر عتيق ستانکزي په ګډون د هغه ټول سکرتران او د حشمت بابکرخېل په نوم د فضلي ياور چې په هر چا بېځايه نېغ نېغ هم کېږي, ټول غلي ناست دي د معرفي غونډه پای ته رسيږي, د چارو له ادارې راغلی پلاوی ميرويس اشرف د چيېرمېن پر څوکۍ کېنوي او له عادت سره سم د بريا دعا ورته کوي, دغه وخت د اجراييه رييس د سکرتر محمدخان او حشمت ترمنځ په دې جنجال رامنځته کېږي چې حشمت د کرکټ بورډ وسله وال طالبان داخل ته راولي او محمد خان ورته وايي چې دوی ته څه اړتيا ده د ميډيا يا رسنيو څانګې مسوول عبدالله خان پکتاني ته د اجراييه رييس له لوري پيغام راځي چې خبرپاڼه جوړه کړئ او بيا يې د نوموړي له تصديق وروسته خپور کړي, د رسنيو څانګې مسوول ته حتا سهار خبر راغلی چې نن وختي لاړ نه شي, کېدای شي په اداره کې بدلون راشي. 

اعلاميه تکميليږي او د رسنيو څانګې ته وايي چې پوسټ يې کړئ, د رسنيو څانګې مسوول پر اجراييه رييس او ميرويس اشرف ټينګار کوي چې بايد له دوی سره فرمان شريک شي, لږ شېبه وروسته ميرويس اشرف پخپله د رسنيو څانګې ته ورځي او په خپل موبايل کې ورته د رييس الوزرا په امضاء حکم ښيې چې 199 شمېره حکم دی او د مطمين په ګډون پکې د اړوند کسانو امضاګانې دي او ټاپه شوی هم دی. 

د رسنيو پر څانګې د فضلي په ګډون د هغه د کسانو فشار هم دی چې بايد خبر خپور نه کړي, دغه راز د اجراييه رييس په ګډون مقابل لوری د خبر پوسټولو ټينګار کوي, خو د دې ټولو مواردو ترڅنګ د رسنيو څانګه زړه نازړه خبر خپروي, ځکه حکم هم ورته ښودل شوی او بله چاره نشته.

ماښام مهال د کورنيو چارو وزارت يوه ډلګۍ او قاري سعيد خوستی راځي چې بايد د رييس الوزرا حکم په ښه ډول ومنل شي, که یې څوک ونه مني, قانوني برخورد‌ به ورسره وشي او بيرته روانيږي. کله چې د کرکټ بورډ له پاڼې خبر خپريږي, له همدې وړاندې د ملا برادر کسان کرکټ بورډ ته راځي او وايي د هيچا حکم هم د منلو وړ نه دی, فضلي پر خپل ځای دی.

خبر خپور شو د فضلي سکرتر عتيق ستانکزی د رسنيو څانګې مسوول ته راځي او وايي چې مولوي ابراهيم مو غواړي, هغه هم ورځي, ملا ابراهيم په اغلب ګومان د ملا برادر د دفتر رييس دی, په غوسه د رسنيو څانګې مسوول ته وايي چې ولې مو خبر خپور کړی, هغه ورته وايي چې موږ ته يې حکم راوښود, ملا ابراهيم ورغبرګه کوي چې بد مو کړي, د هچا حکم د منلو نه دی او کش کوي يې چې ژر ژر خبر پاک کړئ, کني خير مو نشته, د ميډيا څانګه هم له څو دقيقو وروسته خبر پاکوي, خو مسوول يې بيرته عتيق ستانکزي ته وايي چې ګورئ تاسو شخصي لاړی او د کرکټ او د ملي ګټو پروا نه لری, اوس مو چې شخصي کړه نو ګوره به چې څوک څه کوي.

د سرچيني د خبر پر بنسټ نن هم کرکټ بورډ کې ډېر بد حال دی او ټول کارمندان سخت مايوسه دي.

اوس تاسې قضاوت وکړئ!!!!