دافغانستان ټولټاکنې او د بشري حقوقو برخلیک


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهسوارسنګروال
  • 1090

د بشر د حقوقو اعلامیه ښایي د دی موخې لپاره خپره شوي وي چی ګنې تر ښکیلاک لاندې هېوادونه او د مظلوم انسان ریښه ریښه ګرېوان د زورورو له شرنه وژغوري!؟   اوس چې د بشر د حقوقو نړیواله اداره ټټر وهي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دوی  استازو شتون په دې مانا دی چې د بشر د حقونو له سر غړونکو سره به داسې چلن کوی چې دنورو لپاره عبرت درس وي.
د دې ټولنې استازي چې اوس دستي په افغانستان کې شتون لري او په ډالرو معاشونه اخلي دا په دې هیله چې دافغان اولس د ‌‌‌ډاډګېرنې لپاره د درې لسیزو قاتلان نړېوالې محاکمې ته راکاږي.
پوښتنه پیداکیږي چې ایا دبشر د حقوقو په نوم دغې ادارې تر اوسه داسې یوګام پورته کړی دی چې د سارې په توګه یې یادونه وکړو؟ ددې پوښتنې ځواب منفی دی.
په افغانستان کې د بشر دحقوقو له سرغړونکو سره تراوسه پورې داسې یو چلن نه دی شوی چې لږ تر لږه  پخپلو تېرو کړو وړو پښېمانه شي، بلکې اوس هم سیاسي او نظامي واک او ځواک لري، پیسې او وسلې لري او ددغو سرغړونکو په لړ کې یو شمېر لا د مخه په اولسي جرګه او د حکومت په کابینه کې ځای په ځای شوي دي او یو شمېر نور یې لا د اولسمشرۍ ټاکنو کمپاین پر مخ وړي.
په دې لیکنه کې غواړم چې د بیلګې توګه له مسؤلینو او سرغړونکو څخه پدې اړه وپوښتم چې آیا تاسو افغان اولس ته مخ لرۍ چې ځان ورته د خدمت جوګه په ګوته کړئ؟ که داسې وي نو لومړی اولس درته څو لنډې پوښتنې په مخ کې ږدي او له تاسونه یې ځوابونه غواړي:

لومړۍ پوښتنه د بشر دحقوقو له مسولینو څخه:
د افغانستان د درې لسیزو د خونړیو پېښو اصلي عاملین چې لاسونه یې د افغانستان د بې وسو او بې وځلو وګړو په وینو سره دي او هر مهال یې ډلییز قبرونه موندل کیږي او عاملین یې اوس هم د واک او ځواک څښتن دي. آیا تاسو کوم یو تن محاکمه کړی دی؟

دویمه پوښتنه له عبدالله عبدالله څخه:
د جمعیت اسلامي اوحزب اسلامي د خپل مینځې جګړو له بابته چې د شپېتو زرو شاوخوا د کابل ښاریان له منځه لاړل او تا سو د څلورو چارواکو په لړ کې هغه څوک وئ چې د وژلو قومانده مو پلاس کې وه  نو اوس د هغو له وارثینو او د هغې خونړۍ جګړې له معیبونو او معلولینو نه څه هیله لرې چې تاسوته به رایه درکړي؟

دریمه پوښتنه له حامد کرزي څخه:
تاسو اولسمشر چې د یوه غولونکي سیاست له مخې د جنګسالارو خلاف چغې وهلې چې ‌‌‌ډېره اشاره مو هغه مهال قسیم فهیم ته وه ، نو آیا ځان درته بد نه ښکاري چې د زرګونو انسانانو قاتل مو د اولسمشرۍ د رایو ګټلو لپاره خپل مرستیال ټاکلی دی؟

څلورمه پوښتنه له تاسو دواړو څخه (عبدالله او حامد کرزی):
ایا ځانونه ویجداناً ملامت نه ګڼئ چې د شوروي اتحاد، ازبکستان او اوس د ترکیې نامتو لاسپوڅی چې د افغانستان د خلکو د پت او عزت دښمن دی  اولسمشرۍ ته  تاسو دواړو کاندیدانو په ډېره بې شرمانه سیالۍ سره د هغه عکسونه له خپلو عکسونو سره یو ځای پورته کوئ ، رشیددوستم یادوم  دا د زرګونو افغانانو قاتل؟

پنځمه پوښتنه له عبداله عبداله څخه:
تاسو چې هر سهار له خپلې ماڼۍ څخه وځۍ او د ماڼیو په څنګ کې مو د هېواد د سپېڅلي جهاد د شهیدانو یتیمان او کونډې خیراتونه غواړي ایا کله مو په خولۍ او پلو کې کومه روپۍ ور غورځولې ده؟

شپږمه پوښتنه له حامدکرزي څخه:
په دغو ورځو کې مو ویناوې په پښتو ژبه ډېرې شوي دي ښایي د دې لامل دا وي چې د اولسمشرۍ د کمپاین له پاره ډېرې رایې تر لاسه کړۍ...؟ ښه به نه وي چې له هغو یتیمانوو کونډو او بورو مېرمنو سره مو خواخوږي کړې وای چې د اروزګان او هسکې مېنې د واده په ورا بهرنیو الوتکو بمباري وکړه او په سره سالو کې  پټې ناوې یې په سرو وینو ولمبولې او په لسګونو نورې یې شهیدان او ټپیان کړل؟
دا د پوښتنو څو لنډې بېلګې وې  او کنه داسې په سلګونو پوښتنې شته چې له تاسو دواړو سره یې ځواب نشته... خو غوره به دا وای چې دواړو پخپل ګرېوانه کې سر ښکته کړی وای او په شریفانه توګه مو ویلي وای  چې موږ د دې وړتیا نه لرو چې دغه هېوادنۍ ملي دنده  پر مخ بوځو.

د یو رښتني اولسمشر په هیله!
شهسوارسنګروال
۱۰-۸-۲۰۰۹