تاجکستان: افغانستان ته د بشري مرستو په ترانزیت کې همکاري کوو

تاجکستان: افغانستان ته د بشري مرستو په ترانزیت کې همکاري کوو


  • 3 کاله دمخه (11/11/2021)
  • سمسور نيوز
  • 891

تاجکستان یو ځل بیا ویلي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په ترانزیت کې همکاري کوي. په روسیه کې د تاجکستان سفیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره کتلي دي. تاجکستان ویلي چې دوی په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي خو تر څنګ یې د بشردوستانه مرستو په رسولو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د سرچینې په خبره تاجکستان تیار دی چې له خپلې خاورې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د ترانزیت زمینه برابره کړي او بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. تر دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان هم ویلي وو چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې همکاري کوي.