لمن يې که پَرې، پَرې، پَرې


  • 3 کاله دمخه (14/11/2021)
  • داکتر احسان‌الله درمل
  • 1415

له ځوانې او باسواده بشري انرژۍ څخه تر ټولو ناوړه استفاده د افغانستان سياسيونو وکړه. دوی د دې لپاره چې باسواده ځوانانو ته کاري فرصتونه او د استعداد د غوړېدو ډگرونه پرانېزي، ټول يې په خپلو دفترونو کې خپل مداحان وټاکل. قلمونه او وجدانونه يې ترې واخيستل او د گلدوزۍ د ماشينونو شاته يې کښېنول. ځوانان د دې پر ځای چې پر لويو ملي مسايلو غور وکړي، د هغې او دغې سياسي ډلې او پلاني او بيستاني چارواکي په سپينولو او تورولو بوخت شول. چارواکيو به ميليونونه وهلې او په څو سوه به يې له ځانه اتل هم جوړاوه. ثواب او خُرما دواړه ول.

که مو پام کړی وي په تېرو شلو کلونو کې د استنطاق او مدافع وکالت فن ډېره وده کړې خو د وجدان څراغ ورو، ورو تت شو. تاسې همدا شېبه د خپل گاونډي پر کور يا موټر دعوه وکړئ او کوم مشهور فسبوکي مدافع وکيل ونيسئ، درته گټي يې. دليل دا دی چې مستنطق او مدافع وکيل د استدلال فن ته د یو کمال او يوې آلې په سترگه گوري، چې دی گټه وټه ترې بودوي خو له صحیح او غلط سره ډېر کار نه لري، ځکه چې دا د وجدان د محکمې کار دی. هره آله او هره پديده چې د اخلاقي اقدارو له احاطې ووځي، تخريب کوي. آن که قلم هم وي، کولنگ ترې جوړېږي. له دې قاعدې څخه خبره او د استدلال فن هم مستثنأ نۀ دي. په افغانستان کې زما په نظر د څو عواملو له مخې سواد، قلم او د استدلال قوت د سیاسي مداريانو لپاره وکارېده:

يو: غربت او د کاري فرصتونو کموالی؛

دوه: د ځوانانو کمزوري تخنيکي او علمي مهارتونه؛

درې: د ځوانانو لپاره د يوه داسې ملي محور او ډگر تشه چې د ملي سياست او ملتپالنې د منډې مینه پکې ماته شي؛

څلور: د سياستمدارانو زيرنگي او د افغاني جامعې نبض پېژندنه.

همدا دليل دی چې هر سياستوال به ليکوال ته د نغمې بي بي سندره ويله چې:

خياطه! ماته چې کميس را جوړوې

لمن يې که پَرې، پَرې، پَرې

يو وخت په يونان کې هم دغه ډول استنطاق ډېره وده کړې وه. يو کس به بل وژلی و؛ د مقتول وارثانو به پر قاتل دعوه کړې وه خو د قاتل مدافع وکيل به ويل چې د مقتول په نامه کوم کس اصلن دونيا ته راغلی نه دی. وروسته د سقراط، اپلاتون او ارستو غوندې باوجدانه او اخلاقي فيلسوفانو د منطق لپاره قوانين جوړ کړل چې د استدلال د قوې کجروۍ يې مهار کړې. دليل دا دی چې:

فکري کجي د عملي کجروي لار پرانېزي

د تير په شان به کږېدم چې په کمان پسې تلم

استاد پسرلی

عقل پړي او مهار ته وايي خو چې د وجدان په لاس کې وي، نو کولای شي چې انسان له بدو او شريرو کړنو څخه را ايسار کړي. مگر که د پستو او شيطاني غریزو لاس ته ورغی، ممکن د نورو پښې لاسونه وتړي؛ د بې گناه خلکو غاړو ته د غرغرو غړوندي شي او يا د خلکو مال او سامان ته د غله د پړي په څېر هوار شي.

استثنایی حالتونه گڼ دي خو د زياترو ځوانانو منطق او استدلال چې گورو، داسې ښکاري چې پړی ترې غریزې ولجه کړی دی.

له خدايه مې جار کې. په افغانستان کې که نور څه عادلانه دي که نه دي، بېشرمي ډېره عادلانه وېشل شوې ده. هيڅوک بل ته د پيغور ورکولو حق نه لري. له ننه ټيک درې مياشتې وړاندې يوې ډلې نورو ته درزیان او خياطان ويل او د کږو بخيو او ماتو ستنو سغدنې يې ورته کولې. خو نن سبا دوی پخپله د هماغو درزيانو او خياطانو ماشینونو ته ناست دي او سخت حق په جانب يې چلوي. البته په دومره توپير چې د دوکانونو لوحې يې اسلامي کړې دي.

تر دې کټ کټ خندا دې جار شم

لکه ماشین چې په بخمل وچلوينه

وروستۍ کيسه به د لوی اردو ژبي کيسه ليکوال منټو وکړم چې که کوم قلموال ته يې د قلم عفت ور ياد کړ. هغه ته يې ويلي ول چې د کيسو کرکټرونه دې لوڅ دي. ورغبرگه کړې يې وه :

«زۀ ليکوال يم، خلک بايد هغسې وښيم چې دي؛ درزي نۀ يم چې لوڅو لغړو ته به جامې گنډم.»