سوداګرۍ خونه: بهر ته د صادراتو کچه تر ۸۰۰ میلیون ډالرو اوښتې ده

سوداګرۍ خونه: بهر ته د صادراتو کچه تر ۸۰۰ میلیون ډالرو اوښتې ده


  • 3 کاله دمخه (15/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1333

د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست رییس ویلي چې سږکال د تېر کال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

یونس مومند نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې سږکال افغانستان ته د واردېدونکو توکو کچه یو میلیارد ډالرو ته او د صادراتو هغه بیا ۸۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله دېرش سلنه ډېروالی ښیي.

هغه ویلي چې تېر کال بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه ۷۲۲ میلیونه ډالر وه خو سږکال چې لا هم د کال څلور میاشتې پاتې دي دغه کچه ۸۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، له افغانستان څخه بهر ته په صادرېدونکو توکو کې قیمتي ډبرې، وچه او لمده میوه شامل دي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې موجوده خنډونه لرې شوي او سوداګري بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.