پاکستان کې پر دیني عالمانو برید؛ یو شمېر کسان یې د ای ایس ای کار بولي

پاکستان کې پر دیني عالمانو برید؛ یو شمېر کسان یې د ای ایس ای کار بولي


  • 3 کاله دمخه (16/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1271

سمسور(سه شنبه د لړم ۲۵)د پاکستاني ریاست له لوري د اشغال شوې سیمې، جنوبي وزیرستان په واڼه کې د سیمه‌ییزو مشرانو او دیني عالمانو د ناستې پر ځای د لاسي ماین برید شوی، چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، چې ټپیان یې د یادې سیمې مرکزي روغتون ته انتقال کړي.

د یاد روغتون مشر په ور وړل شویو ټپیانو کې د یو شمېر هغو روغتیایي وضیعت نازک بولي او زیاتوي، چې د لا ښې درملنې په موخه یې ډېره اسماعیل خان ته انتقال کړي.

د روغتون سرچینې وايي،  چې په ټپیانو کې شمس الدین، سلیم، مولانا سیف الدین، بلال، ملک نورزمان جابر او مولانا سلطان شامل دي.

یو شمېر شنونکي باور لري، چې دا چاره د پاکستان څارګرې ادارې ترسره کړې او موخه یې د هغو دیني عالمانو له منځه وړل دي، چې د پاکستاني حکومت پر وړاندې د جګړې لپاره خلک راپورته کوي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر دیني عالمان د پاکستان د څارګرې له لوري په نښه شوي.

سمسور نیوز