امریکا به د افغانستان کنګل شوې پیسې د فشار په توګه استعمال کړي

امریکا به د افغانستان کنګل شوې پیسې د فشار په توګه استعمال کړي


  • 3 کاله دمخه (17/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 991

سمسور(چهارشنبه د لړم۲۶) امریکایي سناتور مک کال په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په رسمیت بېژندل به وخت وغواړي؛ ځکه دغه ډله لاهم خپلو وعدو  پوره کولو کې پاتې راغلې.

د نوموړي په خبره، چې امریکا به د افغانستان له کنګل شوې شتمني څخه د فشار الې په توګه کار واخلي؛ تر څو پر طالبانو خپل شرطونه ومني.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې طالبان لاهم انساني حقونو ته درناوی نه لري او پکار ده، چې دا ډله بشري حقونه رعایت کړي.

مک کال د خپلو خبرو پر دوام هېله څرګنده کړې، چې طالبان باید په خپله سیمه کې نورو ترهګرو ډلو ته ځای ورنکړي.

کال په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې لاهم امریکا د افغانستان میلینونونه افغانۍ شتمني کنګل کړې او طالبانو ملګرو ملتونو ته هم ویلي و، چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان نوی حکومت باید بشري حقونو ته بشپړ درناوی وکړي. د امریکا مخکښ سناتور مک کال په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د نوي حکومت په رسمیت پېژندل به وخت وغواړي او په خبره یې له کنګل شوو شتمنیو به امریکا د فشار په توګه کار واخلي.

د سرچینې په خبره د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو رعایت ددغه حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره تر ټولو مهم شرطونه دي چې باید پر ځای شي. هغه همدا راز هیله څرګنده کړې چې افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت و نه لري او د نړۍ امنیت ته خطر جوړ نه کړي.

تر دې وړاندې هم امریکايي استازو او چارواکو په افغانستان کې د بشري حقونو پر رعایت او د نړیوالو قوانینو عملي کول د رسمیت پېژندلو لپاره مهم شرطونه بللي دي.