کابلوف: طالبان دې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي

کابلوف: طالبان دې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي


  • 3 کاله دمخه (17/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1039

سمسور(چهارشنبه د لړم ۲۶) د روسې لپاره د افغانستان ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې دوی د یو باثباته افغانستان د جوړېدو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

نوموړي په خپلې تازه مرکه کې ویلي، چې روسیه غواړي په خوا کې یې یو خپلواک او باثباته افغانستان و اوسي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې روسیه په تمامه مانا هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي او په افغانستان کې پرمختګ او ثبات ته لار پرانیزي.

کابلوف یو ځل بیا ټينګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او دوی ته اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کړي.

نوموړی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغانستان د طالبانو د واکمني نږدې سل ورځې پوره شوې؛ خو لاهم دا ډله کوم هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې.

سمسور نیوز