ناروې: افغانان له بشري ناورین سره مخ دي؛ لاسنیوی یې باید وشي

ناروې: افغانان له بشري ناورین سره مخ دي؛ لاسنیوی یې باید وشي


  • 3 کاله دمخه (17/11/2021)
  • عارف سمیر
  • 1257

سمسور(چهارشنبه د لړم ۲۶) د ناروې خارجه وزیرې ویلي، چې نړیوال دې راروان ژمي ته له اړمنو افغانانو سره لاس په لاس د نغدو پیسو مرستې وکړي.

د نوموړې په خبره، افغانان له سخت بشري ناورین سره مخ دي او که لاسنیوی یې ونه شي؛ نو دا حالات به نور هم سخت شي.

هغې دغه راز زیاته کړې، چې موږ  ملګرو ملتونو ته افغانستان لپاره ۲۳ میلیونه ډالر یا ۲۰۰ میلیونه نارویژي کروون مرسته ورکوو.

ناروې په داسې حال کې له افغانستان سره د مرستو خبره کوي، چې په کور دننه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او ان په ځېنو سیمو کې خلکو خپل ماشومان د لوږې له کبله وپلورل.

باید یاده شي، چې د طالبانو د واکمنۍ شاوخوا سل ورځې پوره شوې؛ خو لاهم د ګڼ شمېر خلکو کارونه په ټپه ولاړ دي.

سمسور نیوز