سږکال؛ افغانستان نورې نړۍ ته ښه پریمانه تریاک صادر کړي_سمسور نیوز

سږکال؛ افغانستان نورې نړۍ ته ښه پریمانه تریاک صادر کړي_سمسور نیوز


  • 3 کاله دمخه (17/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 968

سمسور(چهارشنبه د لړم ۲۶) د جګړې په اوج او بلاخره د نظام له ړنګېدو سره، افغانستان کې سږکال په پراخه کچه نشه‌یي توکي کرل شوي او موندنې ښیي، چې د تېرو څو کلونو په پرتله سږکال له دغه هېواده نړۍ ته زیاته اندازه نشه یي توکي صادر شوي.

د مخدره توکو پر وړاندې؛ د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې ویلي، چې د دوی د مالوماتو له مخې، روان کال نړۍ ته له افغانستان څخه ۳۲۰ ټنه خالص هیروئین صادر شوي.

د سرچینې په خبره دا شمېره د تېرو څو کلنو په پرتله ۸ سلنه ډېره شوې او د نړۍ ۸۵ سلنه بازار یې په واک کې اخیستی، چې د نړۍ په هرو ۵ کسانو کې ۴ یې د افغانستان له تریاکو استفاده کوي.

یادې ادارې دغه راز زیاته کړې، چې روان کال له ۱.۸ ملیارده ډالرو څخه تر ۲.۷ ملیارده ډالر له تریاکو ترلاسه شوي، چې دا چاره به افغان کروندګر دغې برخې ته لا وهڅوي.

باید یاده شي، چې په تېر حکومت کې د تریاکو کښت بند و؛ خو لاهم طالبانو په دې تړاو کوم دریځ نه دی څرګند کړی.

سمسور نیوز