ګراهام: بایډن ځان او امریکا دواړه وشرمول

ګراهام: بایډن ځان او امریکا دواړه وشرمول


  • 3 کاله دمخه (18/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1117

سمسور(پنج شنبه د لړم ۲۷) امریکایي سناتور لینډسي ګراهام ویلي، چې امریکایي ځواکونه باید دومره په بېړه له افغانستان څخه نه وی وتلي او پکار وه، چې د وتلو په اړه یې ژور فکر کړی وی.

نوموړي ویلي، چې د بایډن ناکام سیاست نه یواځې دی؛ بلکې ټوله امریکا وشرموله او له دې وروسته ښایي د امریکا متحدین پر دوی پخوانی باور ونه کړي.

هغه زیاته کړې، چې بایډن د افغانستان په اړه سرتمبګي کوله او د جنرالانو او نورو فوځي چارواکو اټکلونو ته یې هیڅ غوږ نه کېښود.

ګراهام دغه راز ویلي، چې اوس وخت را رسېدلی ترڅو امریکایي وګړي د بایډن په اړه راپورته شي.

ګراهم یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې ګڼو امریکایي شنونکو اټکل کړی و، چې افغانستان به یو وار ببا د ترهګرو په ځاله بدلیږي.

سمسور نیوز