جانسون: مونږ ټولې لارې وسنجولې، مجبور یوو طالبانو سره تعامل وکړو_ سمسور نیوز

جانسون: مونږ ټولې لارې وسنجولې، مجبور یوو طالبانو سره تعامل وکړو_ سمسور نیوز


  • 2 کاله دمخه (18/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1195

سمسور( چهارشنبه د لړم ۲۷) د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون د خپل هېواد پارلمان ته په یوه استجوابیه غونډه کې ویلي، چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او ډېر مسایل ورته د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ده او په وینا یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په دغه هېواد کې به ناورین رامنځ ته شي، خو برېټانیا په خپل وار هڅه کوي چې پر وخت بشري مرستې ورسوي او له نوي حکومت سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي.

د جانسون په وینا، دوی ټولې لارې سنجولي او یواځنی انتخاب دا ورپاتې؛ تر څو له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

نوموړی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې لاهم کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

سمسور نیوز