م.م: طالبان له داعش ډلې سره د خپلوۍ قوي اړیکې لري

م.م: طالبان له داعش ډلې سره د خپلوۍ قوي اړیکې لري


  • 3 کاله دمخه (18/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1172

 

سمسور(پنج شنبه د لړم۲۷) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې طالبان نه‌دي توانېډلي چې په افغانستان کې د داعش مخه ونیسي.

هغې زیاته کړې، طالبان نه دي توانیدلي چې د عراق د اسلامي دولت د خراسان څانګې د پراختیا مخه ونیسي. داعش یو وخت په څو ولایتونو او کابل کې فعاله وو، اوس داعش خراسان څانګه نژدې په ټولو ولایتونو کې شته او ډېره فعاله ده.

د نوموړي په خبره،  تېرکال داعش په افغانستان کې شپېته بریدونه کړي وو او سږ کال چې د کومو حملو مسوولیت داعش اخیستی یا دوی ته منسبوبې شوې دي چې شمېر یې درې سوه شپږ دیرشو ته رسیدلې دی.

په ورته مهال بیا طالبان په وار وار ویلي، چې د داعش پر ضد یې خپل عملیات چټک کړي دي.

سمسور نیوز