سمسور(جومه د لړم ۲۸) د امریکایي حکومت د کانګرس دوه جمهوري غوښتونکو لنډسي ګراهام او مایکل والټز د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش ته په یو لیک کې لیکلي، چې طالبان باید په هيڅ قیمت په رسمیت ونه پېژندل شي.
لیک کې لیکل شوي، چې که ملګري ملتونه طالبان په رسمیت وپېژني؛ نو دا به د هغو ارزښتونو د ودې خلاف وي، چې م.م یې غواړي.
دوی دغه راز د افغانستان اوسنی وضیعت د جدي اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې یاد سازمان باید له افغانانو سره ژر تر ژره بشي مرستې وکړي.
ګراهام او والټز په داسې حال کېدد رسمیت پېژندلو خبره کوي، چې لاهم کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
سمسور نیوز