د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د امریکايي پوهنتون هغو افغان محصلینو ته چې تازه د عراق امریکايي پوهنتون ته تللي، وینا وکړه.
هغه په ځوانۍ کې امریکا ته د خپل سفر او هلته د خپلو زده کړو او کار په اړه خبرې وکړې.
د افغان محصلینو یوه ډله د لیکچر له تالار څخه د هغه د شتون په اعتراض کې وتلې وه، خو یوې بلې ډلې ترې پوښتنې وکړې.
د یو محصل پوښتنه دا وه:
څنګه کولای شې چې د شپې خوب وکړې؟
یو بل وپوښت:
هغې کندې ته دې چې افغانستان وغورځولو؛ کولای شي هغه هم د خپلو ویاړ کیسو برخه کړي؟
خو خلیلزاد یې په ځواب کې ویلي، چې د جګړې دواړه لوري سولې ته ژمن نه وه.