افغان خبریالان؛ د طالبانو په حکومت کې کراچۍ چلوي

افغان خبریالان؛ د طالبانو په حکومت کې کراچۍ چلوي


  • 3 کاله دمخه (20/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 972

د تېر حکومت تر راپرځېدو سره د افغانستان د ځينو بنسټونو د پام وړ شمېر کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.  

له دې ډلې ځینې افغان خبریالان هم دي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس د خپل ژوند اړتیاوې د واټونو ترغاړې د بېلابېلو توکو په پلورلو سره پوره کوي. 

مصطفی جعفري، چې له تېرو ۸ کلنو د خبریالۍ ترڅنګ د تصویر اخیستونکي په توګه هم له ډېرو رسنیو سره کار کړی، خو اوس کمره په لاس نه، وږي په لاس روزي ګټي.   

نوموړي له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د ورځې له سلو تر ۲۰۰ پورې افغانۍ ګټي؛ خو په خبره یې، چې دا یې د کور کرایه او نور لګښتونه نه‌شي پوره کولای. 

خو دا یوازې مصطفی نه دی، بلکې خبریاله فرزانه ایوبي هم د دې کاروان غړې ده.

نوموړې، چې اوس‌مهال د کابل ښار په یوه څنډه کې زړې جامې پلوري، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له کومې رسنۍ سره یې چې کار کاوه، د طالبانو له راتک وروسته وتړل شوه. 

بې کاري او بې وزلي له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان سترې ستونزې بلل کېږي، خو ښايي اوس دغه ستونزې خپل بې ساری او جدي پړاو وهي.