امریکا: د طالبانو له خوښې پرته؛ افغانستان کې هر ډول ترهګر ځپلی شو

امریکا: د طالبانو له خوښې پرته؛ افغانستان کې هر ډول ترهګر ځپلی شو


  • 3 کاله دمخه (21/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 1317

سمسور(یکشنبه د لړم ۳۰) افغانستان کې لاهم د خطرونو پر وړاندې د اقدام وړتیا لرو او که له دې خاورې کوم خطر راپېښ شو؛ نو د طالبانو له خوښې پرته به د ترهګرو ډلو په ځپلو لاس پورې کړو.

د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال ریچارډ کلارک په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی له طا لبانو سره ګډ کار نه کوي او نه هم ددې کار لپاره زړه ښه کوي؛ خو که په افغانستان احتمالي خطر رامنځ ته شي نو امریکا یې پر وړاندې اقدام کولی شي.

 دغه امریکايي چارواکي ویلي چې دوی لا هم له افغانستان اطلاعات ټولولی شي او ددې وړتیا لري چې ترهګرې ډلې وڅاري.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم ګڼو امریکایي چارواکو ویلي و، چې دوی به افغانستان کې ترهګرې ډلې له امریکا څخه وڅاري.

سمسور پرس