کانګرس: د افغان حکومت د سقوط او افغانستان کې د امریکا ماموریت ارزوو

کانګرس: د افغان حکومت د سقوط او افغانستان کې د امریکا ماموریت ارزوو


  • 2 کاله دمخه (21/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 778

 

سمسور(یکشنبه د لړم ۳۰) د امریکا کانګرس ویلي، چې ژر به د افغان حکومت د سقوط او په دغه هېواد کې د امریکا شل کلن پوځي ماموریت وارزوي.

 د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا کانګریس یو پلاوی ګومارلی چې په هر اړخیزه توګه د سپټمبر د یوولسمې له پېښې بیا د کابل تر سقوط پورې د امریکا ټولې تېروتنې و ارزوي او په دې موده کې د څلورو امریکايي ولسمشرانو د ماموریتونو څرنګوالی هم ثابت کړي.

 

د سرچېنو په خبره، کانګریس دغه راز ویلي له ټولو اطلاعاتي، استخباراتي او نظامي اداراتو دې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشي او ټول اطلاعات دې و ارزول شي چې چا د افغانستان په اړه څه ډول مشوره ورکړې ده. کانګریس همدا راز ویلي ټول هغه اشخاص او امریکايي مقامات باید مشخص شي چې د افغانستان په اړه یې مشورې ورکړې دي او د دوی د پرېکړو او مشورو پایلې باید روښانه کړل شي.

باید یاده شي، چې د کانګرس له لوري په لومړي ځل افغانستان کې د امریکا پر پوځي ماموریت او تېر افغان حکومت څېړنه ترسره کیږي.

سمسورپرس