بلاول بوټو: د عمران خان پښه ښوېدلې؛ د واکمنۍ ورځې یې لنډې دي

بلاول بوټو: د عمران خان پښه ښوېدلې؛ د واکمنۍ ورځې یې لنډې دي


  • 3 کاله دمخه (22/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 1053

 سمسور(دوشنبه د لېندۍ۱) د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو وایي، چې اوس مهال په پاکستان کې خلک له سختې لوږې سره مخ دي او عمران خان یې د حل لپاره هیڅ پلان نه لري.

د نوموړي په خبره عمران خان د اقتصادي ناورین د حل پر ځای پر خلکو مالیات لوړوي، چې دې سره یې د حکومت د پای ته رسیدو ورځې لنډیږي.

هغه ویلي، چې خان یواځې پر دې پوهیږي، چې خپلې ورځې څنګه سبا کړي؛ نور ورسره د ولس د لوږې غم نشته.

یواځې بلاول بوټو نه؛ بلکې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د اپوزیسون ګڼو سیاستوالو د عمران خان واکمني ناکامه بللې وه.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې پاکستان کې د بې کاري له کبله د ملازمي بس ته ۸ لکه کسانو نوم لیکنه کړې وه.

سمسور پرس