پاکستان له خپلې خاورې د هند غنمو ته د لېږد اجازه ورکړه - سمسور پرس

پاکستان له خپلې خاورې د هند غنمو ته د لېږد اجازه ورکړه - سمسور پرس


  • 3 کاله دمخه (23/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 910

پاکستان له خپلې خاورې له افغانستان سره د هندوستان د مرسته شویو غنمو لېږد ته اجازه ورکوي. 

کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، پاکستان به له افغانانو سره د نړیوالو بشردوستانه مرستو په موخه د اسانتیا رامنځته کولو ته دوام ورکړي. 

هغه زیاته کړې، ټاکل شوې د پاکستان یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، ترڅو د اوسني بحران د له منځه وړلو او د اقتصادي ودې په برخه کې د اړتیاوو ارزونه وکړي.

همداراز منصوراحمد خان ویلي، د پاکستان لومړي وزیر پرون د همغږۍ له کمېټې(AICC) سره لیدلي دي. 

دې لیدنه کې نوموړي ویلي، چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په تړاو دې اسانتیا رامنځته شي.

باید یاده شي، چې هند له افغانستان سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو مرسته کړې ده، خو وايي پاکستان اجازه نه ورکوي چې دغه غنم یې له خاورې تېر شي او په افغانستان کې تر اړمنو پورې ورسېږي.