سمسور(سه شنبه د لېندۍ۲) امریکایي نشرې واشنګټن ایکزماینز په یو مطلب کې د پاکستان هېواد اوسني وضیعت او په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته کتنه کړې او ویلي یې دي، چې امریکا ته پکار ده، ترڅو پاکستان کې هوایي بریدونه ترسره کړي.
د نشریې په باور، پاکستان کې ترهګرې ډلې ډېرې شوې او که کنټرول نشي؛ نو امریکا ته به ستر ګواښ پېښ کړي.
واشنګټن ایکزماینر وایيو په پاکستان کې د ترهرګرو ډلو فعالیتونه ډېر شوي او د چټکې پراختیا په حال کې دي نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دغه هېواد کې هوایي بریدونه پیل کړي او د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره تابیا وکړي.
یاده نشریه په دلسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تازه تحریک طالبان پاکستان ډلې په یاد هېواد کې د اسلامي نظام د راوستو خبره کړې ده.
سمسورپرس