اوچا: افغانانو سره د ژمنیو مرستو لپاره مو ۶۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي

اوچا: افغانانو سره د ژمنیو مرستو لپاره مو ۶۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي


  • 3 کاله دمخه (24/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1224

ملګرو ملتونو ویلي، هغه شپږ سوه میلیونه ډالره مالي مرسته یې ترلاسه کړې، چې له نړیوالې ټولنې یې په افغانستان کې د ژمي موسم کې د بشري مرستو لپاره غوښتې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) وایي، د دې مالي مرستې لویه برخه د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او جاپان ورکړې. 

ملګرو ملتونو یو وار بیا خبرداری ورکړی، چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او احتمال شته چې د دې هېواد نیمایي وګړي راتلونکو څو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخ شي.

د دې مرستو لویه برخه به پر هغو یو میلیونه کسانو ولګول شي، چې اوس‌مهال تر ټولو بد وضعیت کې دي.

د یادونې ده، چې همدا پرون ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ، که د افغانستان له بانکي نظام سره مرسته و نه شي، داسې احتمالي خطر شته، چې په څو میاشتو کې به دا نظام له‌منځه لاړ شي. 

طالبان بیا د روان وضعیت سمون لپاره پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو کنګل شوې زېرمې دې ور پرېښودل شي، چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.