بلوچ مجاهـدینو پاکستانۍ پوسته سقوط کړې او ۵ پوځیان یې هلاک کړي

بلوچ مجاهـدینو پاکستانۍ پوسته سقوط کړې او ۵ پوځیان یې هلاک کړي


  • 1 اونۍ دمخه (24/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 104

سمسور(چهارشنبه د لېندۍ ۳) د بلوچ لیبریشن فرنټ په نوم یوې ملتپالې ډلې د بلوچستان ایالت د کېچ ولسوالۍ په کوهلو ډانډر سیمه کې د پاکستاني پوځیانو تازه جوړه شوې پوسته سقوط کړې او ۵ پوځیان یې په کې هلاک کړي دي.

د یادې ډلې ویاند ګهرام بلوچ سمسور پرس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د یاد برید مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې د بلوچستان تر ازادي پورې به د دوی بریدونه دوام ولري.

د نوموړي په خبره، یادې سیمې کې تېر کال هم پاکستاني پوځیانو پوسته جوړه کړې وه، چې د دوی له لوري له منځه یوړل شوه.

کېچ کې په داسې حال کې د پاکستانۍ پوستې د سقوط خبره کیږي، چې تېر ماښام بلوچ بېلتون پالې ډلې خبر ورکړی و، چې نویو خطرناکو وسلو ته یې لاسرسی پیدا کړی او د پاکستاني پوځیانو خلاف به یې په سم ډول وکاروي.

سمسورپرس