برېتانیا: له پاکستان سره همکاري کوو، چې افغانستان کې ترهګر وځپي

برېتانیا: له پاکستان سره همکاري کوو، چې افغانستان کې ترهګر وځپي


  • 6 ورځي دمخه (25/11/2021)
  • سمسورپرس
  • 121

سمسور(پنج شنبه د لېندۍ ۴) د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی نیکي کاسي وایي، چې هېواد یې اماده ده، ترڅو له پاکستان سره د ترهګري د ځپلو په برخه کې همکاري وکړي.

پاکستان کې د برېتانیا سفارت د کاسي له قوله ویلي، چې دوی له افغانستان سره د ترهګري ځپلو په برخه کې همکاري کړې او اوس باید له پاکستان سره مرسته وکړي؛ ترڅو په افغانستان کې د ترهګري د ودې مخنیوی وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د صدراعظم ځانګړي استازي چې اسلام اباد ته په درې ورځني سفر تللی، پرون د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې وکړې.

 

سمسورپرس