ترکیه: افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته دوام ورکوو

ترکیه: افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته دوام ورکوو


  • 3 کاله دمخه (28/11/2021)
  • سمسور پریس
  • 1057

سمسور(یکشنبه د لېندۍ ۷) په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین د اسلامي‌امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال سره لېدنه کې ډاډ ورکړی دی، چې هېواد یې افغانستان سره مرستو، همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته دوام ورکوي.

یاده لېدنه چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د ترکیې سفیر وویل،  د سرې میاشتې ټولنې پر مټ یې افغان کډوالو او بې ځایه شویو ته مرستې رسولي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

نوموړي ویلي، چې موږ به د افغانستان کرنې وزارت سره د اصلاح شوي تخم مرسته وکړو،همدا راز به کندهار او هرات  ولایتونو او په کجکي ولسوالۍ کې د هغو عمراني پروژو کار چې ترکیه یې تمویل کوي، دوام ورکړو.

ارګین د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړی دی،چې ترکي پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او په دې تړاو به کابل ته سفرونه ولري.

 

په ورته مهال بیا اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي  عبدالکبیر د دواړو هېوادونو مناسبات لرغوني او دوستانه وبلل، فغانستان کې یې د تیکا موسسې فعالیتونه وستایل او د یاد بنسټ د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.

سمسور پریس