د خلکو غبرګون: ډوډۍ په بغارو نه پیدا کیږي؛ طالبان دې  روان بحران مدیریت کړي

د خلکو غبرګون: ډوډۍ په بغارو نه پیدا کیږي؛ طالبان دې روان بحران مدیریت کړي


  • 3 کاله دمخه (28/11/2021)
  • کامران احمدزی
  • 904

سمسور(یکشنبه د لېندۍ ۷) د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند لومړی وینا، چې تر ډېره د هغې دونیا په اړه د یو نصیحت په شکل خپره شوه، د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یې کوم مثبت پیغام نه درلود.

نوموړي په یو غږیز پیغام کې چې ملي راډیو ټلویزون له لوري خپور شو، په کې وویل چې حکومت یې د خلکو د ډوډۍ مسؤل نه دی.

هغه له افغانانو وغوښتل چې د ډوډۍ پیداکولو لپاره خدای پاک ته بغارې ووهي.

ملاحسن اخوند د روان بحران د مدیریت پرځای له خلکو غوښتنه وکړه چې د وچکالي لپاره د استسقا لمونځونه ادا کړي.

که څه هم تمه وه چې دی به خپله بهرنۍ پالیسۍ او له نړۍ سره اړیکې روښانه کړي، خو په دې اړه په خبرو کې هیڅ څرګند دریځ نه وو.

په ورته مهال د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو د رئیس الوزرا د تېرې شپې وینا عادي بللې ده.

دوی دغه راز زیاته کړې، چې د هغه د وینا ادبیات کمزوري وو او له نورې نړۍ سره د اړیکو وضاحت یې په درست ډول ورنکړ.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ولکې وروسته دا د نوموړي لومړنۍ وینا وه.