د ا.ا او امریکا ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل؛ متقي: د دوحې مذاکرات به مثبتې پایلې ولري

د ا.ا او امریکا ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل؛ متقي: د دوحې مذاکرات به مثبتې پایلې ولري


  • 3 کاله دمخه (29/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1123

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، په وروستیو ورځو کې یې په دوحه کې له اروپايي ټولنې او قطري لوري سره ګټورې خبرې لرلې دي. 

د متقي په خبره، چې د دې لیدنو پر مهال د اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې له سره پيل کړي. 

هغه دغه‌راز یادې لیدنې مؤثره بللې دي او زیاته کړې یې ده، چې مثبتې او ښې پایلې به ولري. 

متقي همداراز په خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي، چې په لیدنو کې د نوي حکومت په رسمیت پېژندل، د کنګل شوو شتمنیو ازادول، اقتصادي مرستې او د بشردوستانه مرستو دوام د بحث موضوعات وو.

د یادونې ده، چې څه باندې سل ورځې وشوې، چې نوي حکومت پر افغانستان یو وار بیا ولکه ټینګه کړې او د نړۍ هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.