اروپایي ټولنه: افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوو

اروپایي ټولنه: افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوو


  • 3 کاله دمخه (29/11/2021)
  • سمسور پریس
  • 1025

د اروپايي ټولنې پر اړوندو وېبپاڼو په خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې له افغان لوري سره یې په دوحه کې دوه ورځې پرله پسې ناستې او لیدنې لرلې دي.

سرچینه وایي چې په دې لیدنو کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي او تر ټولو ډېر ټینګار له افغانستان سره پر بشري مرستو او دې چارې ته د لارې پر پیدا کولو شوی دی.

 د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او تر څنګ یې له افغان لوري سره خپلې اندېښنې هم شریکې کړې دي.

سرچینه وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې ټرینګلی کېږي نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې له افغان لوري سره تعامل ډېر شي او بشردوستانه مرستو ته لار هواره کړل شي. 

اروپايي ټولنې ویلي چې له دې لیدنو یې موخه د طا لبانو د نوي حکومت په رسمیت پېژندل نه دي، بلکې تر ډېره غواړي په افغانستان کې خپلو اندېښنو ته ځوابونه پيدا کړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د وچکالۍ او جګړو له امله په وروستیو کې د افغانستان کرنیزه برخه سخته زیانمنه شوې ده.

دغه ادارې ویلي چې د افغانستان ستره برخه ورځنۍ اړتیاوې د کروندو او زراعت له لارې تامینيږي خو وروستیو وچکالیو او جګړو دا برخه زیانمنه کړې ده.