وروسته له هغه چې اومیکرون ډوله کرونا ویروس په نړۍ کې خپور شو، نو برېټانیا او امریکا وویل چې دا له جنوبي افریقا خپور شوی او له دغه هېواد سره یې پر سفرونو بندیزو ولګاوه.
د جنوبي افریقا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا دې ادعا ته علمي بنسټ نشته دی او د جنوبي افریقا پر وړاندې د دوی وروستۍ اقدام او د سفرونو بندیز له تبعیض ډک چلند دی.
په وروستیو اونیو کې په نړۍ کې د کرونا نوې بڼه خپره شوې، چې چټکه او خطرناکه بلل کېږي.
تر دې دمه په امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو کې ددې ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ متحده ایالاتو د اروپایي ټولنې په همغږۍ پر اوو افریقایي هېوادونو د سفر بندیز لګولی دی.