نړیوال‌بانک د افغانستان کنګل شوې شتمني د یوې برخې پر ازادولو غور کوي

نړیوال‌بانک د افغانستان کنګل شوې شتمني د یوې برخې پر ازادولو غور کوي


  • 3 کاله دمخه (30/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1148

نړیوال بانک له امریکا سره نن پر دې خبرې اترې کوي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني یوه برخه د بشردوستاته مرستو لپاره ازاده کړي او که نه.  

د رویټرز د راپور له‌مخې، چې نړیوال بانک پرېکړه کړې، چې په افغانستان د بشري کړکېچ د مخنیوي په موخه د دې هېواد د کنګل شویو پیسو یوه برخه، د بیا رغونې له صندوق بشري ادارو ته واستوي او له هغه وروسته به پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.  

د نړیوال بانک چارواکو ویلي، چې له امریکا سره یې په اړه خبرې کړې؛ خو لا هم دا پروسه پېچلې ده او که د دوی پرېکړه نهايي شي؛ نو د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې کنګل شوې شتمني به ازاده کړل شي.  

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، امریکا د افغانستان ۹ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه، چې له دې شتمنۍ ډېره برخه یې په نړیوال بانک کې ده.