د ۲۰۰۴ کال د ژمي سړې ورځې وې. د کابل ښار د کلوله پشتې د یوې ودانۍ په سالون کې سره راټول وو او د یوه انګریز ټراینر ( جان ټاکي) لکچر ته غوږ وو. دا سور او سپین انګریز په راډیوي ډرامو غږیده. له انګریز سره خوا کې یو غنمرنګه مشر هم ولاړ و. تور کوټ یې اغوستی و، د کوټ په رنګ پیک لرونکې خولۍ یې پر سر وه او لنډه سپینه ږیره یې له مخه راتاوه وه. د تور کوټ او تورې خولۍ ترمنځ سپینه ږیره داسې ښایسته بریښیده لکه د دوه تورو غرونو منځ کې چې واوره پرته وي.
دې سړي په ډيره فصیح او روانه ژبه د انګریز خبرې ژباړلې. چې پښتو به غږیده نو سوچه پښتون ښکاریده، که دري به غږیده نو داسې بریښیده چې اصلي ژبه یې دري ده او چې کله به انګریز سره په خبرو شو؛ نو بیا به د بهرني ګومان پرې کیده.
د دې سړي چلند له محبته ډک و. ملنګ طبیعتی انسان و او د معلوماتو خزانه وه.
چې د نوم پوښتنه مې وکړه نو راته وویل شول چې استاد اسحاق نګارګر دی. دا نوم مې ذهن ته اشنا ښکاره شو. مغز یې په اړه لټون پیل کړ او بیا د لټون په پایله کې یې نوم د ذهن په آرشیف کې له یوه اوږده نظم سره پیدا شو. د دې نظم سرلیک و ( پیامبران دروغین). دا نظم مې ډير پخوا لوستی و. یوه وقفه کې مې په همدې نظم ورسره خبرې وکړې. خبرو نورې زاویې پیدا کړې او بیا استاد پر شاعرۍ دومره زړه پورې بحث وکړ چې سم خوند مې ترې واخیست.
له دې وروسته مې کوښښ کاوه چې د استاد غږولو ته پلمې پیدا کړم او بیا له دې صدف څخه را تویدونکیو ملغلرو ته لپه ونیسم.
خدای حاضر دی؛ د انګریز خواته د دې عظیمې هستۍ دریدل او هغه هم د ژباړن په توګه، سخت زور راکاوه. څو ځلې مې نیت وکړ چې دا خبره ورسره شریکه کړم؛ خو جرئت مې ونکړ، ما ویل هسې نه د خپګان لامل یې شي.
په هغو ورځو کې زه په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ( سره میاشت جریدې) مسوول مدیر وم. له ګڼو ولایتونو څخه د دې ټولنې استازي زموږ دفتر ته راتلل. تازه د زابل د سرې میاشتې نماینده ګۍ له رئیس ( عیسي خان ) سره بلد شوی وم. عیسې خان یو خنده رویه ځوان و. یو غښتلی او خیالیګر زلمی و. خو چا وویشت او د مرګ خبر یې دومره ودردولم لکه د کورنۍ کوم غړی چې مې له لاسه ورکړی وي. قلم او کاغذ مې را واخیستل او یوه مرثیه مې ولیکله:
هلئ عیسې خان یې راته وویشته
خلکه، تنکی ځوان یې راته و ویشته
دې بدرنګه، څنګه پرې ماشه کش کړه؟
څنګه شین ریحان یې راته وویشته
…
د چای وقفه کې مې دروند استاد نګارګر ته همدا مرثیه ولوسته، یو ژور اسویلی یې وکړ او بیا یې ویل:
مرثیه دې داسې لیکلې لکه یو څوک چې غم پسې واخلي او د یوه خواخوږي په لټه کې شي او چې څنګه یې پیدا کړي، نو ټول زړه ورسره تش کړي.
بیا یې دا مرثیه له څو نورو همکارانو سره هم شریکه کړه.
استاد، د ځوانانو په هڅولو کې ډير سخي و. استاد د معلوماتو په شریکولو کې ډیر سخي و او استاد د مینې او محبت په خورولو کې ډير سخي و.
دریغا!
چې نن مو دا ستر لیکوال، ژباړن، نقاد، شاعر او څیړونکی په پردیسۍ کې له لاسه ورکړ.
زموږ د وطن هم عجیبه برخلیک دی؛ موسمي توپانونه راشي او ښایسته ښایسته ګلونه ترې په هوا کړي، ډیر لرې یې یوسي او د نورو د ګلدانونو زینت یې کړي.
استاد هم لسیزې پخوا یو توپان په مخه کړی و او له خپل خواږه وطنه یې ډير لرې وړی و چې بالاخره دا ګل هم پردیسۍ کې مړاوی او و رژیده.
د استاد اروا دې ښاده وي.