د افغانستان کنګل شوې شتمني؛ نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالره ازادوي

د افغانستان کنګل شوې شتمني؛ نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالره ازادوي


  • 3 کاله دمخه (02/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1216

نړیوال بانک د افغانستان له خراب او کمزوري اقتصاد سره د مرستې په موخه دې هېواد ته د ۲۸۰ میلیونو ډالرو کنګل شوي‌ پیسو لېږد سره هوکړه کړې ده. 

له موضوع څخه دوو باخبره سرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د نړیوال بانک بورډ دوو مرسته رسوونکو بنسټونو ته ددغو پیسو د انتقال ملاتړ کړی دی.  

خو دغو سرچینو ویلي، دا پیسې هغه مهال د افغانستان د بیارغونې د امانت صندوق ته ورکول کیږي چې د نړیوال بانک ۳۱ تمویلونکي یې تصویب کړي. 

اوسمهال نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې د امانت صندوق مدیریت پر غاړه لري او د پیسو د تصویب په صورت کې به دغه ۲۸۰ میلیون ډالره د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ډبلیو اف پي او د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ته ورکړل شي.