ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنه‌کړل شوه

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنه‌کړل شوه


  • 3 کاله دمخه (02/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1089

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پرېکړه وکړه، چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره ا.ا ته نه ورکول کېږي.

په دې ځانګړې کمېټه کې د امریکا، روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل دي. ‌

د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی به د اوس لپاره ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي.

طالبانو تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د خپل سیاسي‌دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی دی.

د راپورنو له‌مخې، کومېټې دا نه دي ویلي، چې پر دې موضوع به بیا څه وخت غور کوي او که دا یې وروستۍ پرېکړه ده.

د یادونې ده، چې که چېرته دا څوکۍ د طالبانو استازي ته ورکړل شوې وای نو دا به د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو پر لور لومړی او مهم ګام وای.