- 3 کاله دمخه (03/12/2021)
- سمسور پریس
- 878
ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ویلي،فساد او په مشرتابه کې کمزوري د افغان ځواکونو د پاشل کېدو لامل شوه.
سټولټنبرګ ویلي،دا چې د دوی د ماموریت په بڼه کې بدلون او ټول تمرکز یې پر جوړونه وو، نو د ناټو د ناکامۍ لامل شو.
هغه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، ناټو افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تللې وه،خو نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ ضد ماموریت د بیا رغونې په ماموریت بدل کړ.
سټولټنبرګ ویلي، افغانستان کې لاسته راوړنې هم لري او هغه دا چې په تېرو شلو کلونو کې پر هېڅ هېواد له افغانستانه برید نه دی شوی.
نوموړی ټینګار کوي،چې دوی په افغانستان کې ښې تجربې ترلاسه کړي دي.
د ناټو غړو هېوادونو بیا دغه راز د تخلیې پر ماموریت هم بحثونه کړي او وایي، په دې ماموریت کې د غړو هېوادونو ونډه باید ډېره کړل شي.