امریکا د افغان کډوالو لپاره ۷ میلیارده ډالر نوره بودیجه هم ځانګړې کړه

امریکا د افغان کډوالو لپاره ۷ میلیارده ډالر نوره بودیجه هم ځانګړې کړه


  • 3 کاله دمخه (04/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 832

د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره ۷ میلیارده نوره بودیجه لاسلیک کړې ده.  

سپینې ماڼۍ وایي، بایډن تازه هغه بودیجه منظوره کړه، چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.

د مالوماتو له‌مخې په دې بودیجه کې اووه میلیارده ډالر شامل دي او ټاکل شوې چې ژر له یادو پیسو د افغان کډوالو لپاره د کورونو د ځانګړي کولو او نورو مواردو لپاره کار واخیستل شي.  

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې له افغانستانه تللي افغانان په کمپونو کې په خورا بد وضعیت کې ژوند تېروي. 

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي وو.