کای آیډه: له طالبانو سره په نه تعامل کولو، افغانانو ته جزا ورکوو

کای آیډه: له طالبانو سره په نه تعامل کولو، افغانانو ته جزا ورکوو


  • 3 کاله دمخه (04/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1015

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه په تازه مرکه کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي. 

د ده په خبره که نړیوال دا چاره ترسره نه کړي، نو د طا لبانو پر ځای به یې افغانانو ته جزا ورکړي وي.

هغه زیاتوي، د نړیوالو فشارونو او اقتصادي بندیزونو زیان تر ډېره عامو افغانانو ته رسېږي، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له نوي حکومت سره د تعامل پروسه چټکه کړي. 

هغه زیاتوي څومره چې تعاملات ډېرېږي، دومره د دواړو لورو ترمنځ تفهیم او مذاکراتو ته لار برابرېږي او دواړه لوري کولی شي د یو بل خبرې واوري.

کای آیډه وايي افغانستان پراخو بشري او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او دا کار له نوي حکومت سره له تعامل پرته ممکن نه دی.