امریکا یو وار بیا ټینګار کړی، چې پر طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو په تړاو د امریکا دریځ تر دې دمه پر خپل ځای دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی اوسمهال په دې لټه کې دي چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.
ساکي وایي، دوی افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې هر ډول همکاري کوي خو په سیاسي برخه کې به یې محدودیتونه پر خپل ځای وي.
امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو له دغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده او وایي چې په هېواد کې د روان ناوړه اقتصادي وضعیت اصلي لامل همدا بندیزونه دي.