قطر: د افغانستان ثبات د ټولو لپاره مهم دی؛ خو نړیوال په دې اړه بې غوره دي

قطر: د افغانستان ثبات د ټولو لپاره مهم دی؛ خو نړیوال په دې اړه بې غوره دي


  • 3 کاله دمخه (05/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 965

سمسور( یکشنبه د لېندۍ ۱۴) د قط د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ویلي چې دوی لا هم په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له سیاسي مشرانو سره خبرې کوي او غواړي د دوی اندېښنې رفع کړي. 

نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د روسیې، چین او ځينو نورو هېوادونو اندېښنې پر ځای بللې دي او په وینا یې که د سیمې هېوادونه همکاري وکړي نو له افغانستان به هېچا ته هم ګواښ جوړ نه شي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان ثبات د ټولو لپاره مهم دی؛ خو نړیوال لاهم د یاد هېواد په اړه مشخصه او واضح تګلاره نه لري.

د عبدالرحمن په خبره له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر پر فعالولو او امنیت د دوی خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.

سمسور پریس