ټرمپ: جنرال ميلي کم‌عقل مو ټول پوځي وسایل افغانستان کې پرېښودل

ټرمپ: جنرال ميلي کم‌عقل مو ټول پوځي وسایل افغانستان کې پرېښودل


  • 2 کاله دمخه (05/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 915

د امریکا پخواني‌ ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې هېواد لوی درستیز جنرال مایک میلي له دې کبله احمق بللی، چې ګواکې د امریکا خورا قیمتي او حساس پوځي وسایل یې په افغانستان کې پرېښي دي.  

ښاغلي ټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې له افغانستان د پوځیانو د وتلو پر مهال د امریکا پوځي الوتکې او چورلکې افغانستان کې پاتې شوې دي.‌ 

نوموړي ویلي، دې وسایل کې داسې الوتکې وې، چې پنځوس میلیونه ډالره بیه یې درلوده،‌ او همدا راز د پرېښودل شویو چورلکو بیه ۲۹ میلیونه ډالره وه. 

خو داسې هېڅ کوم ثبوت یا رپوټ نشته چې امریکا دې په دومر لوی شمېر کې پوځي الوتکې یا چورلکې افغانستان کې پریښي وي.

د امریکا پوځ‌ د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستان خپل ټول سرتېري و اېستل.‌