په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر رامنځ‌ته کېدو د ایران ټینګار

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر رامنځ‌ته کېدو د ایران ټینګار


  • 3 کاله دمخه (06/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1149

ایران او قزاقستان د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د قزاقستان د ولسمشر مرستیال سره لیدلي او د دوه اړخیزو مسائلو ترڅنګ یې پر افغانستان هم خبرې کړې دي.  

د لیدنې پر مهال ایراني لوري ټینګار کړی، چې باید په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت رامنځ‌ته شي؛ ترڅو په کې ټول قومونه ځان وویني. 

هغه دغه‌راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت به د دې سبب شي، چې په دې هېواد کې سوله او ثبات ټنګښت ومومي. 

ایران په افغانستان کې د داعش له مخ په زیاتېدونکي فعالیته تل اندېښنه ښودلې او په مهارولو باندې یې ټینګار کړی دی. همداراز ایراني چارواکو څه وخت مخکې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې په ترسره کولو سره په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت په جوړېدو باندې هم ټینګار کړی، هغه دریځ چې دوی ان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې هم پرې ټینګار درلود.