هند له افغانستانه د ورپېښېدونکو ګواښونو په اړه له روسیې سره خبرې کوي

هند له افغانستانه د ورپېښېدونکو ګواښونو په اړه له روسیې سره خبرې کوي


  • 3 کاله دمخه (06/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1134

د روسیې او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډه غونډه جوړوي، چې یوه مهمه موضوع به یې د افغانستان وضعیت وي.

روسي چارواکي وايي، هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري؛ نو له همدې امله غواړي په دې تړاو له روسیې سره خبرې وکړي.  

په دې غونډه کې به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي. 

دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړې وي.